Demokrati – Bestemme sammen
دموکراس – حاكميت د خلكو په لاس
Demokrati er et sammensatt ord av de to greske ordene „demos”, som betyr folk og „kratein”, som betyr hersker eller styre. Tanken om folkestyre oppsto i Athen for omtrent 2500 år siden. Norge har vi ulike politiske partier som har forskjellige meninger om hvordan samfunnet bør være. Når det er stortingsvalg, kan alle voksne norske borgere over 18 år stemme på det partiet de er mest enig med.
ډیمو کراسي د یو حکومت له هغه سیستم څخه عبارت ده چې د عمومي ټا کلو نه وروسته د اکثریت رایو په ګټولو سره منځ ته راځي. دموکراسي د یو داسې هدف مفهوم دی چې د هغې له مخې په یوه ټولنه کې ټول خلک پرته له امتیازه ، بې له دې چې یو انسان پر بل انسان واکمن وي ، د برابرو حقوقو او امکاناتو لرلو سره وکولی شي خپلو وړتیاو ته وده ورکړي.
یوه دموکراتیکه ټولنه د سیاسي چلند ټول هغه ډولونه په رسمیت نه پېژني، چې د ټولنې د پرګنو ترمنځ بې له زوره او بې له آزاد بحث او خبرو اترو څخه نیول شوي نه وي.
ډيموكراسي له دوو يوناني كلمو څخه جوړه شوې چې د ډيموسمفهوم خلك او د کراسی , د قدرت د نظام او حاكميت په مفهوم اخيستل شوې ده. د دموکراسۍحکومت فکر 2،500 کاله مخکی په اتن کی منځته راغئ . ډيموكراسي يو عامه حكومت ته وايي، هغه حكومت ته چې په هغه كې حاكميت د خلكو په لاس كې وي اوكارونه عموما دهغو استازو په وسيله ترسره كېږي چې د خلكو له خوا ټاكل شوي وي. په اساسي توګه ډيموكراسي د انسان د فردي ازرښت د اعتقاد پر پايه درول سوې ده. ناروی یو دیموکراتیک پادشاهی هیواد دی. په ناروی کې هر څوک حق لري چې خپله رایه ورکړي چې څوک ناروی اداره کړي. د ناروی پارلمان غړي د مختلفو سیاسی ګوندونو استازیتوپ کوي او په هر و څلور کلونو کې ټول ټاکنې کیږی. د ناروی ټول وګړي چې ۱۸ څخه اوښتې وي په پارلمانی ټول ټاکنو کې د رای ورکولوحق لري.
Det er vanlig å omtale ulike typer diktatur alt etter hvor mange (eller hvem) de styrende er og hvor fullstendig fraværet av frihet er:
- Er makten konsentrert hos én diktator, taler man om enmannsdiktatur, eller enevelde, f.eks. Adolf Hitler i
Tyskland, Josef Stalin i Sovjetunionen, Francisco Franco i Spania. - Er makten konsentrert hos flere, kan man tale om et kollegialt diktatur eller et fåmannsvelde (oligarki), som i mange militærjunta- og ettpartistyrte land.
هغه حکومتونه چې استبدادي ځانګړنې لري، عموما د یو شخص له لورې اداره کیږي او په یواځیتوب د ټول هېواد ځواک په لاس کې اخلي. دیکتاتور حکومت هغه حکومت دی چې د یوه کس له خوا اداره کیږي چې د همدې فرد تصمیمونه د خلکو د نظارت او کنترول په موخه هیڅ مکانیسم او قانوني محدودیت نه پرېږدي. په مدرنه دوره کې چې کوم دیکتاتوران د قدرت په حال کې دي، هیڅ کله هم د قانوني حکومت، اساسي قانون یا نورو ټولنیزو، سیاسي نهادونو په واسطه نه شي متوقف کېدلای. د دویمې نړیوالې جګړې وروسته ډېری هېوادونه د دیکتاتور حکومتونو له خوا اداره کېدل. د آدولف هیتلر له آلمان ، یوسف استالین له اتحادشوروی کېا و فرانسیسکو فرانکو له اسپانیا نه کولی شو د وخت د دیکتاتورانو په توګه یادونه وکړو.
په دیکتاتوری هیواد کې د ډله ييزو رسنيو د ديکتاتورۍ مقاماتو تر کنترول لاندې دی او رسنې ورځپاڼې، راډیو او تلویزیون يوازې هغه څه چې چارواکي غواړي خلکو ته وايي.هیڅ څوک حق نه لري چې خپله عقيده، نظر او رايه په ازادانه ډول څرگنده کړي. دچارواکی له خوا ډېر موضوعات سانسور کېږي.
Undervisningsopplegg knyttet til denne teksten finner du på Tema Morsmål.