د سکوله کاسا په اره

پس منظر

Skolekassa.noسکوله کاسا د ٢٠١٦ كال د فبروري په میاشت کې وکارول شو. د پوهنې او څیړنې وزارت پریکړه وکړه چې یو بریښنایی پورټال رامینځ ته کړي ترڅو چې د دي لاري نه پناه غو ښتونكو او کډوالو ته چې په ناروې کې له زده کړې قانون سره سم د عامه زده کړې حق لري د زده کړې سرچینې اوښووني روزني مرستې جاري وسآتي. لکه څنګه چې ناروې د کډوالو د راستنیدلو هرکلۍ کوي، سکوله کاسا د زده کړې او روزنې پروګرامونه ورته چمتو او ملاتړ كوي او د نوي نوښتونو سره يي پرانیستې.
دا سایټ ویب پانی د پوهنې او روزنې ریاست لخوا ، د څوکلتوريزه ملي مركز (NAFO) او د اوسلو او اکرشوس Akershus پو هنتون په ملګرتیا چمتو شویدي

سکوله کاسا د هغه زده کونکي لپاره چې په ناروې کې د استوګنې لنډ وخت لري، او يا هغو زده کونکي لپاره چه نارويژي ژبه د دوهمي ژبي په توګه زده کوي ديزاين شوي دي. دا سایټ د ماشومانو او ځوانان د بيلا بيلو عمرګروپونو،، ژبه او د ژوندانه تجربو سره تړاو لري

سکوله کاسا څه شی دی؟. skolekassa

د سکوله کاسا موخه دا ندي چې په بشپړ زده کړې او یا په روزنې پروګرام باندي بدل شي. د سکوله کاسا موخه دا ده چې د ډیجیټل ښووني او تدریسي مرستې او د زده کړې موجودي سر چيني را مينځ ته کړي ترڅو چه د ښووني او روزني پروگرامونو سره ښه مرسته وکړاي شي. زده كونكي كولاي شي چه د زده کړې د سرچینې د كارولو په و سيله خپلي كورني دندي په هكله ترينه مرسته تر لاسه کړي.
د کورني دندي ښوونكي (كورني ښوونكي) د ناروىژی د ژبي رضا كار ښوونكي، د ښوونې او روزنې وړاندیز کوونکي او نورو مرستندوي خدمتونه ته هم دغه د زده کړې سرچینې ګټوري بلل كيداي شي. سکوله کاسا خپلي اړوند سر چيني د ښوونې او روزنې د پراختیایی سر چيني څخه، له خپرونکو نه، د معتبرودملی مرکزونواونوروسرچینې څخه یوځای تر لاسه كوي سرچینې په اوو ژبو وړاندې کیږي، او د ویب پاڼې منځپانګې په دوامداره توګه تازه کیږي

د سکوله کاسا کار څنګه پرمخ ځي؟

Skolekassa سکوله کاسا داړیکو راټول د پنځو موضوعاتو د ښوونې او تدريسي مرستي او د زده کړې سرچیني د برابرولو لپاره هڅه كوى. ناروېژي ژبه ،انګلیسيي، ریاضي ، ساينس اوټولنیزو مطالعاتو د هغو پنځو موضوعاتو څخه عبارت دي. دا موضوعات د ښوونځي د كلونو په نسبت د (١ – ١٠ ) يوي نه تر لسو پوري ویشل شوي دي. د هر يؤ مضمون د هرې برخې په ترڅ کې څو مهمې اصلي موضوع ګانې چه د تعليمي نصاب او پروگرام سره پوره اړوند تړاو ولري ځاي په ځای شوي او لازمه توجه ورته شوي دي.
همدا رنگه بر سيره د ناروېژی نه نوري سر چيني په عربي، دري، انګلیسي، پشتو ,كرمانجي او تيگريينا ژبو کې هم شتون لري. دا ژبې ځکه غوره شوي دي چې اوس مهال په ناروي كي يو شمير ديرو ثبت شویو کډوالو په يادي شوي ژبو خبري كوي

سکوله کاسا داسي ديزاين شوي چه د امكان تر حده پخپله توضيحي او تشريحي واوسي، مګر دا مهمه ده چې ښوونکي یا مشاورین داسي لارښوونه چمتو او برابر کړي ترڅو چه زده کونکو سره مرسته وکړاي شي او ديري اړوند سر چینې ورته رامینځ ته کړي.

Skolekassa دسکوله کاسا ويپ سايت ته ننوتل د Feide په وسيله

Skolekassa سکوله کاسا يو تركيب د وړیامعلو ماتي سرچیني څخه چه هرچا لپاره د استفادي وړ دي اود محدوده معلوماتي سر چيني څخه چه یوازې جواز لرونکي كسان تري نه كار اخيستاي شي را مینځته شوي دي. زده كونكي د محدوده سرچیني د لاسرسۍ لپاره، کولاي شي چه په هره پاڼه کې د فیډه Feide بکس باندي کلیک وکړئ او د دوي د Feide دکارونكي نوم او مخصوص رمزد كارولو نه وروسته سيستم ته راننوځئ ، او وروسته دوي كولاي شي چه هغو تولو منابع او سر چيني ته لاسرسۍ ومومي چې ستاسو ښوونځي یې جواز اخیستلای دی. دغه ځای کېکاږئ (فشار ورکړئ) تر څو د skolekassa.no انترنت پاڼې په هکله یولنډ ویډیو وګورئ.

د هر پو ښتني د مرسته تر لاسه كولو په مقصد يعني د Feide د ننوتلو سيستم ،د زده کوونکو د کارونكي نوم اويو شمير نور انترنيتي مسايلو او ستونځو په هكله، مهرباني وکړئ د آی ټي IT مدیران او كاركونكي سره چه د ستاسو په ښوونځي كي او یا په سیمه کې شتون لري اړیکي ونیسئ.د ښوونکي او د ښوونځي نورو کارمندانو څخه غوښتنه کیږي چې هغو زده کونکي سره چې د Feide د کارولو سيستم او يو شمير نوري اړوند انترنيتي مسايلو كي ستونزې لري مرسته وکړي

Databehandleravtale

Avtalen regulerer databehandlers bruk av personopplysninger på vegne av den behandlingsansvarlige, herunder innsamling, registrering, sammenstilling, lagring, utlevering eller kombinasjoner av disse i forbindelse med bruk av skolekassa.no

Trykk her for å laste ned en ferdig utfylt versjon av Databehandleravtalen

Du kan også se film om Skolekassa: