د لیسې په هکله

په ناروې کې زده کوونکي لیسې ته د تګ حق لري، وروسته له دې چې لسم ټولګې سر ته ورسوي.

که چیرته ته په ناروې کې کم وخت اوسیدلې يي، نو ښه دا ده چې د لیسې د شروع کولو نه مخکې لیسې ته د تګ لپاره امادګي ونیسې، يعنې د ژبې کورس ته لاړ شې.

دا تقریبا په ټولو ولایتونو کې پیدا کیږي.

د امادګۍ په دې کورس کې ته مضمونونه او نارويجي ژبه دواړه زده کوې، تر څو په لیسه کې وکولاې شې خپل درسونه په منظمه توګه مخکې بوځې. 

کله چې لیسې ته درخواست کوې، نو باید د تدریس پروګرام خوښ کړې. 

دلته ۱۳ مختلفه، ۵ مطالعي، او ۸ مسلکي مضمونونه موجود دي.

 دلته کولاې شې چې د نورو مختلفو تعلیمي پروګرامونو په هکله معلومات هم ولولې.

vilbli.no